د افغانستان د مخدره موادو په وړاندې د مبارزې وزرات وایي، د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام روان دی او تر راتلونکو څو اونیو پوري به له کابل ښار څخه ټول روږدي کسان راټول شي.
د دغه وزارت مرستیال جاوید قایم نن ازادي راډيو ته وویل چې د معتادینو د درملنې لپاره ځانګړي تدابیر نیول شوي دي:
"زموږ هڅه داده ترڅو تر راتلونکو دوه یاد دریو اونیو پوري لږ ترلږه هغه معتادین چې د شپې لخوا په کابل ښار کې ګرځي راټولو کړو، زموږ هدف هغه کسان دي چې تر ډېره پر سړکونو ګرځي."
نوموړي وویل چې د روږدو کسانو د راټولولو پروګرام څو اونۍ وړاندې په کابل ښار کې پیل شو او تراوسه ۴۰۰ کسانو پوري د کابل ښار له پل سوخته څخه راټول کړي او د معتداینو د درملنې مرکزونو ته یي انتقال کړي دي.