د افغانستان اجرائیه ریاست د بغلان د وروستۍ پېښې په محکومولو سره وایي چې ترورستان هڅه کوي په هېواد کې قومې او مذهبي اختلافانو ته لمن و وهي.
د دغه ریاست مرستیال ویاند جاوید فیصل نن ازادي راډيو ته وویل چې تروریستي ډلې له هر فرصت څه په ګټې اخیستنې غواړي چې افغانستان د قومونو ترمنځ د جګړې په ډګر بدل کړي.
خو ښاغلي فیصل وویل چې افغانان به هېڅ کله اجازه ورنه کړي چې دغه تروریستي ډلې خپلو اهدافاتو ته ورسېږي.
دا خبرې په داسې حال کې مطرح کېږي چې تېره ورځ د بغلان په تاله و برفک ولسوالۍ کې ١٢ کان کيندونکي د غیر مسؤله وسله والو لخوا و وژل شول او پنځه نور ټپیان شول.