تخار کې ترافیکي پېښې له امله ۴ افغان خبریالان ټپیان شوي

په تخار کې د یوې ترافيکي پېښې له امله څلور افغان خبريالان ټپيان شوي دي.

د دغه ولایت د امنيه قوماندانۍ وياند خليل اسير وویل چې پېښه نن سهار رامنځ ته شوې ده.

نوموړي وویل چې دغه خبریالان له یو شمېر خصوصي رسنیو سره کار کوي او د راپور چمتو کولو لپاره کندز ته تلل.

د تخار روغتیایي چارواکي دا مهال د یادو خبریالانو وضعیت د قناعت وړ ګني.