د افغانستان ولسي جرګې یوځلې بیا له افغان حکومت نه وغوښتل چې د اووه سلب اعتماد شوو وزیرانو پرځای نوي کاندید وزیران دغې جرګې ته معرفي کړي.
د دغې جرګې رئیس عبدالروف ابراهیمي نن په عمومي غونډه کې په دې اړه وویل:
"جلالتماب ولسمشر صیب! لطفاً هغه اووه وزیران چې د ولسي جرګې لخوا سلب صلاحیت شوي پرځای یې نوي کسان معرفي کړئ، ترڅو له ولسي جرګې د باور راییه واخلي او موږ یو قانون لرونکی حکومت ولرو."
ولسي جرګې نږدې دوه میاشتې مخکي د افغان کابینې ۱۶ وزیران د اویا سلنې نه د کمې بودجې مصرفولو له امله استیضاح کړل چې ۷ تنه یې سلب صلاحیت شول او پاتې نور یې پر خپلو دندو پاتې شول.
افغان حکومت، د وزیرانو د استیضاح موضوع د اساسي قانون د ۹۲مې مادې له مخې، د تفسیر لپاره سترې محکمې ته راجع کړې ده.
خو سترې محکمې تر اوسه په دې برخه کې خپله پریکړه نه ده کړې.