د ترکیې ازمیر ښار حملې په تړاو ۱۸ تنه نیول شوي

د ترکيې د عدليې وزير وايي په ازمير ښار کې د وروستۍ حملې په تړاو لږ تر لږه ١٨ کسان نيول شوي دي.

د پنجشنبې د ورځې په حمله کې يو پوليس او يو د محکمې مامور وژل شوي وو.

بِکر بوزداغ «Bekir Bozdağ» د دغه پوليس د جنازې په مراسمو کې وويل، ترلاسه شوي معلومات څرګندوي چې د کردانو کارګر ګوند يا PKK تروريستي سازمان د دې حملې لارښوونه کړې او دغه تروريستان د PKK غړي وو.

نوموړي په خپلو خبرو کې وويل، ترکيه به د تروريزم په وړاندې خپلې مبارزې ته ادامه ورکړي:

"د تروريزم په وړاندې د ترکيې جګړه به تر هغو په مؤثر ډول روانه وي چې ترور ختم شوى او تروريستان له منځه نه وي تللي."

تر اوسه کومې ډلې په ازمير ښار کې د وروستۍ حملې مسؤليت نه دى منلى.

دوو وسله والو د پنجشنبې په ورځ مخکې تر دې چې يوې محکمې ته څېرمه د تالاشۍ له پوستې سره خپل موټر منفجر کړي، له پوليسو سره وسله واله نښته وکړه.

په پېښه کې څو کسان ټپيان شوي هم وو.