د بغلان والي وايي، په تاله و برفک ولسوالۍ کې د ١٢ کان کيندونکو د وژنې په تړاو څېړنې پيل شوې دي.
پرون د تاله و برفک ولسوالۍ په اناردره سيمه کې پر دغو کان کندونکو وسله والو حمله وکړه.
د بغلان چارواکي وايي، په پېښه کې ١٢ کان کېندونکي وژل شوي او پنځه تنه ټپيان شوي دي.
د بغلان والي عبدالستار بارز تېره شپه ازادي راډيو ته وويل دا حمله غيرمسؤله وسله والو کړې ده:
"کان کیندونکي ساحې ته روان وو چې په دره کې نامعلومو غيرمسؤله وسله والو ورباندې حمله وکړه، ١٢ تنه په پېښه کې ووژل شول او ۵ نور ټپيان شول، ټپيان اول د تاله و برفک کلینيک وروسته د پلخمري روغتون ته ولېږدول شول."
د بغلان والي وايي، د پېښې د عاملانو او انګېزې په باب تحقيقات پيل شوي چې نتيجې به يې وروسته له رسنيو سره شريکې شي.
په ځينو نورو راپورونو کې وژل شوي کان کیندونکي ١٣ تنه ښودل شوى دى.