افغان تاریخ پوه محمدحسن کاکړله دې نړۍ سترګې پټې کړې

افغان تاریخ پوه پوهاند ډاکټر محمدحسن کاکړ پرون شپه د شاوخوا ۸۸ کلونو په عمر په امریکا متحده ایالتونو کې له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د هغه د کورنۍ غړیو ویلي چې پوهاند کاکړ له ډېر وخته د کالیفورنیا په یوه روغتون کې بستري و.

پوهاند کاکړ د کابل پوهنتون استاد او رئیس پاتې شوی چې د تاریخ او ژبې په برخه کې یو شمېر اثار لیکلي او ژباړلي دي.

نوموړي څه موده وړاندې له ازادي راډیو سره په مرکه کې د خپل تازه کتاب په اړه ویلي و:

"ما په دې نېږدې وختونو کې یو اثر لیکلی په نامه د پښتون،افغان او افغانستان. په دې کې مې کوښښ کړی دی چې د پښتنو څرک په پخواني تاریخ کې زه ولټوم."

د پوهاند ډاکټر محمد حسن کاکړ لیکلي او ژباړلي اثار زیات دي او معتبرې جایزې یې هم ګټلي دي.