د ګوانتنامو څلور بندیان سعودي عربستان ته رسیدلي. د فرانسې او رویټرز خبري اژانسونو د راپورونو په حواله، دا زندانیان د ګوانتنامو له زندانه تر خوشې کېدو وروسته پرون د ریاض هوايي ډګر ته ورسېدل.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ایرنسټ پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، مخکې له دې چې ولسمشر بارک اوباما د کار دوره د جنورۍ په شلمه پای ته ورسېږي، احتمال لري چې له ګوانتنامو زندانه به نور زندانیان هم نورو ځایونو ته انتقال شي.
ولسمشربارک اوباما چې کله واک ته ورسېد ژمنه یې کړې وه چې د ګوانتنامو زندان به وتړي.
د امریکا منتخب ولسمشر ډونالډ ټرمپ بیا له ګوانتنامو څخه د بندیانو د انتقال د بهیر د ودرولو غوښتنه کړې.
دا مهال په ګوانتنامو زندان کې د څلوېښتو په شاوخوا کې بندیان پاتې دي.