د افغانستان د دفاع وزارت د ۳۲ وسلهوالو د وژل کیدو خبر ورکړی.
چارواکو ویلي دا کسان په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د بېلابېلو عملیاتو په ترڅ کې وژل شوي.
د دفاع وزارت د خبرپاڼې له مخې ۳۹ نور وسلهوال ټپیان شوي هم دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دا پوځي عملیات په ننګرهار، کاپیسا، لوګر، پکتیا، پکتیکا، غزني، کندهار، ارزګان، زابل، هرات، نیمروز، فاریاب، سرپل، کندز، تخار، بدخشان، بلخ او هملند کې ترسره شوي دي.
د حکومت وسلهوالو مخالفینو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نهده کړې.