عفوې نړیوال سازمان: عراق کې ملېشه ځواکونه غیرقانوني کارونه کوي

د عفوې نړیوال سازمان وايي، هغه ملېشه ځواکونه چې د داعش پرضد د عراق د پوځ په ملګرتیا کې جنګیږي، غیرقانوني کارونه او تشدد کوي.

د دې سازمان په وینا، دا ملیشه ځواکونه له هغو وسلو چې د عراق پوځ او لږ تر لږه ۱۶ هېوادونه یې ورته برابروي، ناسمه استفاده کوي.

د عفوې نړیوال سازمان په خپل رپوټ کې چې نن یې خپور کړی ویلي چې په عراق کې شيعه ملېشو له دې وسلو د زرګونو سني نارینه وو او هلکانو په تښتولو، شکنجه، غیر قانوني اعدامونواو د خلکو د شتمنیو د لوټ لپاره کار اخیستی دی.

د عفوې نړیوال سازمان پر هغو ټولو دولتونو چې پر اعراق وسلې پلوري غږ کړی چې د دې ضمانت وکړي چې هغې وسلې چې دوی یې عراق ته ورکوي، د ملیشه ځواکونو له لوري د بشري حقونو د سړغونې لپاره نه استعمالیږي.