یوسف‎زاده: د ځینو والیانو د شتمنیو د ثبت فورمې به بشپړې شي

د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي هڅه پیل شوې څو د ځینو والیانو د شتمنیو د ثبت فورمې تر راتلونکو دوو اونیو پورې بشپړې شي.

د دغې ادارې ویاندې منیره یوسف‎زاده نن ازادي راډیو ته وویل، دا کار یې د قانون د پلي کېدو او د والیانو د امتیازاتو د ځنډېدو د مخنیوي په هدف کړی.

د فساد پرضد د مبارزې عالي ادارې ویلي، د هغو چارواکو حقوق او امتیازات یې ځنډولي چې تر اوسه یې خپلې شتمنۍ نه دي ثبت کړي.

په دغو چارواکو کې د ۱۵ والیانو او یو شمېر لوړ پوړي حکومتي مشران نومونه شامل دي.