فخري: که چارواکي خپلې شتمنۍ ثبت نه کړي قانوني چلن ورسره کیږي

د افغانستان د فساد پر ضد د مبارزې عالي اداره وايي، که ځیني چارواکي د خپلو شتمنیو په نه ثبت ټینګار وکړي، نو د نومونو لیست به یې قانوني مراجع ته وليږي.

د دغې ادارې رئیس سید غلام حسین فخري نن ازادي راډیو ته وویل، د دغو کسانو نوملړ کولای شي د شتمنیو د ثبت د پروسې له چټکوالي سره مرسته وکړي.

"په هغه صورت کې چې دوی د شتمنیو له ثبته سرغړونه وکړي، نور تدابیر سنجوو، د هغوی د شهرت په اړه د دولت رهبري ته هم خبر ورکوو او همدارنګه اړوندو قضايي ارګانونو ته د قانوني اجرأتو په اړه سپارښتنه کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د فساد پر ضد د مبارزې عالي ادارې په دې وروستیو کې د یو شمېر هغو حکومتي چارواکو او والیانو نومونه خپاره کړل چې خپلې شتمنۍ یې نه دي ثبت کړې.

په دغه نوملړ کې د ولسمشر د لومړي مرستیال جنرال دوستم، د ملي امنیت رئیس معصوم ستانکزي، د اجرائیه ریاست د لومړي مرستیال خان محمد، د دفاع د وزیر عبدالله حبیبي او د بلخ د سرپرست والي عطا محمد نور نومونه هم شامل دي.