د افغانستان د کرنې او مالدارۍ وزیر وایي چې د کرنیزو محصولاتو د ساتلو په هدف په لوګر، کندهار او کابل کې معیاري سړې خونې جوړوي.
د کرنې او مالدارۍ وزیر اسدالله ضمیر ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي چې دغه سړې خونې د خصوصي سکتور په مرسته جوړېږي:
"عملي کارونه یې تقریبآ شروع شوي دي، په لوګر کې یوه سړه خونه د سلو ټنو او بله د ۲۰۰ ټنو ده، یوه سړه خونه په کابل کې د میوې په مارکیټ کې او بله د ۵۰۰ ټنو په کاریزمیرسیمه کې ده، په کندهار کې هم د ۵۰۰ ټنو یوه سړه خونه جوړېږي."
په ورته وخت کې اسدالله ضمیر وایي چې د کرنیزو محصلاتو د پلور لپاره یې کورني او بهرني نندارتونونه جوړ کړي او د ۶۰ تر ۷۰ میلیونه افغانیو پورې په پرچون توګه تازه میوه او سبزي پلورل شوي دي.
ښاغلی ضمیر زیاتوي چې د ۲۵۰ میلیونو افغانیو په اندازه په عمده توګه د میوو او سبزیو د خرڅلاو قراردادونه هم لاسلیک شوي دي.