په کندهار او زابل کې اته وسله‎وال طالبان وژل شوي

په جنوب سیمه ییز چارواکي وايي چې په کندهار او زابل ولایتونو کې اته وسله‎وال طالبان وژل شوي او دوه ټپیان دي.

د کندهار مطبوعاتي دفتر مسؤل صمیم خپلواک ازادي راډیو ته وویل چې تېره ورځ ناوخته د دې ولايت د ميوند ولسوالۍ د بند تيمور په سيمه کې د نظم عامه سرتېرو تصفيوي عمليات کړي چې په نتېجه کې یې اووه طالبان وژل شوي.

په ورته وخت کې د زابل د والي ویاند ګل اسلام سیال وايي چې تېره شپه د دغه ولایت په میزاني ولسوالۍ کې وسله‎والو طالبانو د ملي پولیسو پر یوې پوستې حمله کړې چې د متقابلو ډزو په نتیجه کې یو طالب وژل شوی او دوه نور ټپیان دي.

د سیال په وینا په دغه حمله کې یو پولیس ټپي شوی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.