د سرتیرو آرامۍ لپاره څو زره ټنه د بوټونو رنګ!

د سربازانو د آرامۍ لپاره مو څو زره ټنه د بوټونو رنګ واخېست!

د ګوړې اچار په دې خپرونه کې مو د توپونو او ټانکونو له وزیر سره یوه خیال پلوي مرکه درته کړې ده.

وزیر صیب فرمايي چې بین‎المللي همکارانو ته ېې د بحري قوې د جوړولو فرمایش ورکړی دی چې لومړۍ

جنګي بیړۍبه ېې د قرغې په بند کې لنګر واچوي!...د کابل د دفاع لپاره!

بیا مو د ( ولې؟... ځکه چې! ) د اچارو مرتبان درته ایښی دی.

په پای کې مو هغه کور ته بیایو چې هلته مینه سالاري حکومت کوي، خو د کور خاوند له امر سالارۍ، کلینر سالارۍ، استاد سالارۍ او میړه سالارۍ څخه شکایت کوي!

د مطلبونو له اورېدو وروسته ېې په خوند پوهیږئ.

Your browser doesn’t support HTML5

ګوړې اچار

جوړوونکی : ننګیارنااشنا