ارګ: عطا محمد نور ته د لومړي مرستیال د څوکۍ وړاندیز نه‌دی شوی

ولسمشرۍ ماڼې هغه اوازې رد کړې چې ګوندې د بلخ سرپرست عطا محمد نور ته د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال د څوکۍ پیشنهاد شوی.

د جمهور رئیس ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې دا موضوع اصلآ د بحث وړ هم نه ده.

تر دې وړاندې راپورونه خپاره شول چې د بلخ والي عطا محمد نور له بي بي سي سره په مرکې ویلي چې ده ته د ولسمشر د لومړي مرستیال څوکۍ پیشنهاد شوې خو ده نه ده منلې.

خو ښاغلی چخانسوری وایي، چې عطا محمد نور په خپلو خبرو کې داسې څه نه دي ویلي.