ټرمپ د امريکا پر استخباراتي کړيو يو وار بيا انتقاد وکړ

د امريکا انتخاب شوي ولسمشر د امريکا پر استخباراتي کړيو يو وار بيا انتقاد وکړ.

ډونالډ ټرمپ دا انتقاد په داسې حل کې کوي چې د لوړې مراسمو ته يې تر درېيو اوونيو لږ وخت پاتې دى.

ښاغلي ټرمپ په ټويټر کې ليکلي، د امريکا د جمهوري رياست په تېرو انتخاباتو کې د روسيې د مداخلې د ادعاوو په باب، د استخباراتي ادارې له خوا ده ته د معلوماتو ورکول تر جمعې پورې وځنډول شول.

ده پرون په خپل ټويټ کې ويلي: يقيناً د يوې قضيې د جوړولو لپاره ډېر وخت ته اړتيا ده. عجيبه ده!

د امريکا استخباراتي چارواکي وايي، د معلوماتو شريکولو مهالوېش نه دى ځنډېدلى.

د امريکا مرکزي استخباراتو يا CIA مشر جان برينان پرون لهPBS ټلويزيون سره په خبرو کې وويل:

"د نړۍ په کچه يوه استخباراتي اداره هم د امريکا د استخباراتي کړيو په څېر ظرفيت، ماهران او د تحليل وړتيا نه لري. زه هغو اشخاصو ته چې تر اوسه يې د روسيې له خوا د امريکا د انتخاباتي کمپاين د هک کولو د ادعا راپور نه دى کتلى او په دې باب معلومات نه دي ورکړل شوي وايم، مخکې تر دې چې قضاوتونه وکړي، انتظار دې وکړي چې استخباراتي کړۍ خپل معلومات د دوى مخې ته کښېږدي."

د امريکا استخبارات وايي، روسيې د ډيموکراټ ګوند او د دغه ګوند د کانديدې هیليري کلېنټن د کمپاين هک کول يا انټرنټي حمله رهبري کوله او د دې لپاره چې د ټرمپ له بريا سره مرسته وکړي، دغه معلومات يې د ويکي ليکس او نورو ويبسایټونو له لارې خپرول.