سپینې ماڼۍ ویلي تمه ده مخکې له دې چې همدا میاشت ولسمشر بارک اوباما دنده پای ته ورسوي له ګوانتانامو زندان نه د یو شمېر نورو بندیانو د انتقال اعلان هم وکړي.
د سپینې ماڼۍ ویاند جاش ارنسټ یوازې درې ساعته وروسته له هغه چې ډونالد ټرمپ د ګوانتانامو له زندانه د بندیانو د انتقال د بندېدو خبره مطرح کړه دا اعلان وکړ.
ښاغلي ارنسټ وویل:
"کېدای شي د نورو بندیانو د انتقال خبره د جنورۍ له شلمې مخکې اعلان شي."
خو منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ تر دې مخکې ټویټ کړی و:
"له ګوانتانامو زندانه باید نور څوک خوشې نهشي. دا خطرناکه کسان دي او باید اجازه ورنهکړل شي چې یو ځل بیا د جګړې ډګر ته ورشي."
تېره میاشت د ښاغلي اوباما په حواله یوې سرچینې ویلي و چې اوباما پلان لري څو له ګوانتانامو زندانه ۱۸ بندیان انتقال کړي.
دا شمېر په کیوبا خلیج کې د امریکا د دغه زندان یو په درېیمه برخه پاتې زندانیان دي.