په سرپل ولایت کې د برېښنا ریاست لهخوا د څه باندې ۱۵ میلیونه افغانیو په ارزښت د برېښنا رسولو څو پروژې ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د سرپل د برېښنا رئیس جلالالدین نوري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"څلور پروژې مو پرانیستلې چې یوهیې په تاش ګذر کلي کې د ټرانسفارمر نصب و. بله هم د جنګل باغ د ټرانسفارمر ترمیم او همداراز مو په ولایتي روغتون کې یو ۸۰۰ کېلو واټه ټرانسفارمر پرانیست."
د ښاغلي نوري په خبره د دغو پروژو لګښت د افغانستان برېښنا شرکت له خپلې پراختیايي بودجې ورکړی دی.