کابل کې د سږکال لومړنۍ واوره د ښاریانو هرکلی سره مخ شوه

سږ ژمی په لومړي ځل په کابل کې واوره وورېده چې د ښاریانو له هرکلي سره مخ شوه.

یو شمېر کابل ښاریان لارو کوڅو ته راووتل، د واورې ننداره‌یې وکړه او د واورې د ورېدو یادګاري عکسونه‌یې واخیستل.

په ټولنیزو رسنیو فېس‌بوک او ټویټر کې یو شمېر کسانو د کابل د لومړۍ واورې مبارکۍ لیکلې دي‎.

دغه واوره له کابل سربېره د افغانستان په یو شمېر سړو ولایتونو کې هم ورېدلې ده چې اوس هم جریان لري.

دا په داسې حال کې ده چې څه موده وړاندې د افغانستان چاپېریال ساتنې ادارې ویلي و چې په کابل ښار کې د واورې او باران د نه‌ورښت له امله هوا ډېره ککړه شوې وه.