د افغانستان د مشرانو جرګې رئیس د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې د افغانستان په چارو کې لاسوهنه وبلله.
فضلالهادي مسلمیار نن د جرګې په عمومي غونډه کې له روسانو څخه وغوښتل چې د افغانستان له ناوړه حالت نه په استفادې نه باید له امریکا سره نیابتي جګړه په دې هېواد کې پر مخ یوسي.
د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف د ترکیې له اناتولیه خبري اژانس سره په مرکه کې په افغانستان کې د امریکا د پوځي اډو مخالفت کړی.
د افغانستان د ولسي جرګې یو شمېر غړي د افغانستان لپاره د روسیې د ځانګړي استازي ضمیر کابلوف وروستۍ څرګندونې چې په افغانستان کې یې د امریکا د پوځي اډو سره مخالفت ښودلی د افغانستان په چارو کې مداخله بولي.