کلېفلنډ: نوي کال کې به افغان ځواکونه جګړه کې پیاوړي وي

په افغانستان کې د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند وايي نوي میلادي کال کې به افغان ځواکونه په پیاوړي ځواک سره د جګړې ډګر ته داخل شي چې طالبان به‌یې د مقابلې توان ونه‌لري.

د دغه مأموریت ویاند جنرال چارلس کلېفلنډ له ازادي راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې که څه هم ټینګار وکړ چې روان میلادي کال به جګړه زور واخلي، خو زیاتوي چې طالبان د نورو کلونو په پرتله کمزوري شوي دي.

دی زیاتوي:

"زه باور لرم چې افغان امنیتي ځواکونه به د جګړې په ډګر کې پياوړي وي، طالبانو دا درک کړې چې جګړه د حل لاره نه‌ده او هغه څه چې موږ ته روښانه دي دا دي چې طالبان د جګړې ګټونکي نه‌دي، ځکه چې ظرفیت‌یې ټیټ دی."

ښاغلي کلېفلنډ همدارنګه زیاته کړه افغان امنیتي ځواکونه به سږ کال د جګړې په ډګر کې یوازې نه‌وي او د درنو تجهیزاتو له اړخه نړیوالې ټولنې ورته زیات پام کړی.