صدیقي: د مخالفینو په وړاندې پوځي عملیات ښه روان دي

د کورنیو چارو وزارت وايي، د ژمي په موسم کې د وسله‌والو مخالفینو د ځپلو په هدف د افغان ځواکونو له لوري پيل شوي عملیات ښه پر مخ روان دي.

د دغه وزارت ویاند صدیق صدیقي نن په کابل کې خبریالانو ته وویل پر وسله‌والو مخالفینو موجود فشار ته به ادامه ورکړي، څو راتلونکی کال‌یې فعالیتونه کمزوري شي.

ښاغلی صدیقي زیاتوي:

"د عملیاتو اساسي هدف دا دی چې پر دښمن فشار راوستل شي، څو راتلونکی اوړی د فعالیتونو توان ونه‌لري او هم په هغو سیمو کې چې دوی په‌کې فعالیت لري له هغو ځایونو وشړل شي."

افغان ځواکونو د روان لمریز کال په پیل کې د شفق په نوم پراخ پوځي عملیات پيل کړل اوس چارواکي وايي، د «شفق ۲» په نوم ژمني عملیات د قوس له میاشتې راهیسې په ناامنه ولایتونو کې روان دي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ولسي جرګې له امنیتي ارګانونو وغوښتل چې د ژمي له موسم څخه په استفادې د وسله‌والو د ځپلو په هدف روان پوځي عملیات چټک او منظم کړي.