کورنیو چارو وزارت: پوځي عملیاتو کې ۷۵ وسله‎وال وژل شوي

د افغانستان کورنیو چارو وزارت وايي، د هېواد په بېلابېلو سیمو کې یې د نهو جلا جلا پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۷۵ وسله‎وال وژلي دي.

دې وزارت په یوې خبرپاڼه کې ویلي، په تېرو دوو ورځو کې یې د لوګر، فاریاب، هرات، خوست او ننګرهار په ولایتونو کې بېلابېل عملیات ترسره کړي او د حکومت مخالفو وسله‎والو ته‌یې درنه مرګ ژوبله اړولې.

د کورنیو چارو وزارت په خبرپاڼه کې د ۷۵ وسله‎والو د وژلو سربېره د ۹ تنو د ټپي کېدو او ۶ تنو د نیولو هم ویل شوي.

په دې خبرپاڼه کې حکومتي ځواکونو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه نه‎دي ویل شوي.

وسله‎والو طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه کومه تبصره نه‌ده کړې.