د افغانستان د ملکي هوایي چلند اداره وایي، د دوی د نوي پلان له مخې به په راتلونکي کال کې د هېواد په ځینو ولایتونو کې سېمهییز هوایي ډګرونه ترمیم شي.
د دې ادارې مرستیال قاسم وفایي زاده نن دا خبرې په کابل کې د یادې ادارې د یو کلن فعالیت د وړاندې کولو په اړه یوې جوړې شوې غونډې ته وکړې.
نوموړي همدارنګه د هوایي ډګرونو د ترمیم تر څنګ د رن وې پخول او پراخول، په پرمختللو تخنیکي وسایلو د شته هوایي ډګرونو تجهیزول، د زېربناو جوړول او داسې نورو مسایلو ته هم اشاره وکړه.