کلېفلنډ: تر ۱۲پورې به جنګي الوتکې افغانستان ته وسپارو

په افغانستان کې د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت ویاند وایي، په پام کې ده چې په روان میلادي کال کې له اتو تر دولسو پورې «A-29» جنګي الوتکې د افغانستان حکومت ته وسپاري.

جنرال چارلس کلېفلنډ نن له ازادي راډيو سره په خبرو کې وویل چې په دې برخه کې به پیلوټان او نور مسلکي کسان هم وروزل شي.

ښاغلی کلېفلنډ زیاتوي:

"په پام کې ده چې په دغه کال کې به موږ نېږدې اته تر دولسو پورې «A-29» جنګي الوتکې افغان حکومت ته وسپارو، په حقیقت کې د الوتکو انتقال یوازنۍ هیله نه‌ده بلکې موږ به په ټولو هغو اړخونو تمرکز ولرو چې ورسره تړاو لري."

د ناټو د غوڅ ملاتړ مأموریت د معلوماتو له مخې دغه مأموریت اته «A-29» جنګي الوتکې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې افغان امنیتي ځواکونو ته سپارلې دي.