د افغانستان اجرائیه رئیس کورنیو بېځایه شویو ته د بېړنیو مرستو پر رسولو ټينګار کوي.
عبدالله عبدالله نن په کابل کې د وزیرانو شورا تر غونډې مخکې رسنیو ته وویل چې کورنیو بېځایه شویو په ځانګړي ډول د هلمند او ارزګان ولایتونو بېځایه شویو ته باید جدي پاملرنه وشي.
ښاغلي عبدالله زیاته کړه:
"د کورنیو بېځایه شویو موضوع تر ډېره هلمند او ارزګان پورې اړه نیسي چې په دې برخه کې باید د افغانستان د بېړنیو پېښو سره د مبارزې کمېسیون جلسه جوړه کړي او په دغو دوو ولایتونو کې د بېځایه شویو مسئلې ته په ځانګړي ډول پاملرنه وشي."
د حکومت د اجرائیه رئیس لهخوا پر اړوند کمېسیون دا غږ داسې مهال کېږي چې د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت ویلي چې دا مهال په هېواد کې د کورنیو یېځایه شویو کډوالو شمېر یو میلیون او درې سوه زرو تنو ته رسېږي.
ویل کېږي چې یوازې په ۲۰۱۶ میلادي کال کې پنځه سوه او ۵۱ زره کسان د نا امنیو او جګړو له امله له خپلو کورونو بېځایه شوي دي.