هلمند چارواکي: سنګين او مارجه کې ٣٠ وسله‌وال وژل شوي

د هلمند دولتي چارواکي وايي، په سنګين او مارجې ولسواليو کې د نښتې له کبله نېږدې ٣٠ دولت ضد وسله‌وال وژل شوي دي.

د هلمند مطبوعاتي دفتر تېره شپه په يوه اعلاميه کې وويل چې پرون سهار وسله‌والو هڅه وکړه، پر سنګين ولسوالۍ ډله‌ييزه حمله وکړي چې مخه‌يې ونيول شوه.

د دغه دفتر په اعلاميه کې ويل شوي چې ٢٥ وسله‌وال په دې نښته کې وژل شوي او څلور وسله‌وال په مارجې ولسوالۍ کې وړمه شپه د افغان قواوو په بمبارۍ کې وژل شوي دي.

ويل شوي په دې حمله کې څلور وسله‌وال ټپيان شوي هم دي.