ترکمنستان په ناڅاپي ډول ایران ته د ګاز د لېږد بهیر ودراوه.
د ايران د ګازو ملي کمپنۍ ويلي دغه هېواد ته د ګازو انتقال د پيسو د ورکړې پر سر د لانجې له کبله ځنډول شوى دى.
د ايران د ګازو ملي کمپنۍ پرون په اعلاميه کې وويل:
"د ترکمنستان د ګازو کمپنۍ د هغې موافقې خلاف چې ورباندې سلا شوې وه، ايران ته د ګازو صادرات بند کړي او د پاتې پيسو د تاديې غوښتنهيې کړې ده."
د اعلاميې پر اساس دواړه هېوادونه پر تاديې او دې مسئلې ته چې ايران څومره د ترکمنستان پوروړى دى، خبرې کوي.
خو ترکمنستان تر اوسه پورې د ایران د دې بیان په اړه څه نهدي ویلي.
ایران له ۱۹۹۷میلادي کال راهیسې د خپلې خاورې د شمالي برخې لپاره له ترکمنستان څخه ګاز واردوي.