د "م.م" نوی سرمنشي غواړي ۲۰۱۷ کال کې سولې ته لومړیتوب ورکړي

د ملګرو ملتونو نوى ټاکل شوى سرمنشي وايي، دی غواړي چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې سولې ته لومړیتوب ورکړي.

انتونیو ګوترېس چې پرون د بانکي مون پر ځاى خپله دنده پيل کړه، په يوه پيغام کې وويل دی به په سوريې، جنوبي سوډان، یمن، بروندي او نورو هېوادونو کې په جګړو کې او له تاوتريخوالي ډکو شخړو کې د راګېر کسانو د خوندیتوب لپاره کار وکړي.

نوموړي ويلي، د جګړو ګټونکي هېڅ‌څوک نه‌دي، بلکې ټول بايلونکي دي.

۶۷ کلن ګوترېس چې څه باندې ۱۰ کاله د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنر و، د پُرتګال صدراعظم هم پاتې شوی دى.

نوموړي وویل، راځئ چې په ۲۰۱۷ میلادي کال کې د حکومتونو، اشخاصو او رهبرانو په سطحه هڅه وکړو چې اختلافات له‌منځه یوسو.