ادیب: نور ارګ سره خبرو کې جمعیت ګوند سره مشوره نه‌ده کړې

د جمعیت اسلامي ګوند یو شمېر غړي وايي، د بلخ سرپرست والي د دغه ګوند له سلا مشورې پرته له ارګ سره خبرې پیل کړې دي.

د بدخشان پخوانی والي او د جمعیت اسلامي غړی شاه ولي‌الله ادیب وايي عطا محمد نور باید د ګوند د یووالي لپاره له هر ډول اقدام وړاندې د دې ګوند مشرتابه په جریان کې پرېښي وی.

د ارګ ماڼۍ او د بلخ سرپرست عطا محمد نور تر منځ خبرې له هغې وروسته پیل شوې چې ښاغلي نور ته نېږدې کسانو اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله په خپلو چارو کې ناکام وباله او ویې‌ویل چې دی به د جمعیت په استازیتوب له ارګ ماڼۍ سره خبرې وکړي.