اماني: سرپل کې د وسله‌والو طالبانو ۵ مهم قوماندانان وژل شوي

د سرپل په سانچارک ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو او وسله‌والو طالبانو تر منځ په دولس ساعته نښته کې د وسله‌والو طالبانو د دوو نوموتو قوماندانانو په ګډون د دغې ډلې پنځه وسله‌وال وژل شوي دي.

د دغه ولایت ویاند ذبیح‌الله اماني ازادي راډيو ته وویل چې د وسله‌والو طالبانو دغو قوماندانانو د سرپل په ځنیو برخو کې ترهګریز فعالیتونه تنظیمول.

نوموړي وویل چې په دې نښته کې د وسله‌والو طالبانو ۸ تنه غړي ټپیان شوي دي.

ویل کېږي چې دغه نښته لاهم راونه ده خو وسله‌والو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.