د ۲۰۱۷ میلادي کال په مناسبت د ټرمپ پیغام

د امریکا متحده ایالاتو منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال په مناسبت په خپل یوه ټویټ کې خپل دښمنان او انتخاباتي سیالان په نښه کړي دي.

په دغه ټویټ کې چې پرون خپور شوی راغلي:

"نوی کال دې ټولو ته په شمول زما د ډېرو دښمنانو او کومو کسانو چې راسره سیالي وکړه او بده‌یې وبایلله مبارک وي."

هغه زیاته کړې چې سیالان‌یې نه‌پوهېږي څه وکړي.

ډونالد ټرمپ د ولسمشرۍ انتخاباتو لپاره په خپله جمهوري غوښتونکو ګوند کې هم سخته سیالان پیدا کړل.

تمه ده منتخب ولسمشر ډونالد ټرمپ د نوي کال جشن په فلوریډا کې چېرته چې دی له څه وخت راهیسې په‌کې رخصتۍ تېروي ولمانځي او تمه کېږي چې د هالیووډ سینما وتلی ستوری سیلویسترستالون هم حضور ولري.