د پکتیکا یحی خېلو کې خلکو په خپل لګښت یو ښوونځی جوړ کړ

د پکتيکا په يحيى خېلو ولسوالۍ کې ځايي خلکو په خپل لګښت د نجونو لپاره د يوه ښوونځي ودانه جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارله.

د پکتيکا والي محمد الياس وحدت تېره شپه ازادي راډيو ته وويل چې د شاه محمود په نوم دغه ښوونځى پوره مجهز دى:

"دغه ښوونځى چې بشپړ مجهز دى، د سيمې خلکو په خپله بسپنه جوړ کړى، اته درسي خونې لري، شا او خوا دوه مليونه افغانۍ لګښت يې ورباندې کړى دى، دوى خپله د ښوونځي د جوړولو لپاره کار کړى او ځانونه يې ستړي کړي دي."

تر دې مخکې د پکتيکا په مټه خان ولسوالۍ کې هم ځايي خلکو د يوه ښوونځي په جوړونه کې پنځوس فيصده ونډه اخيستې وه.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ په دې ولايت کې د اول وار لپاره څه باندې ۵٠ نجونې پر يوه مهال له دوولسم ټولګي څخه فارغې شوې.