فراه کې د پولیسو پر پوسته حمله کې ۵ پولیس وژل شوي

په فراه ولايت کې پر يوه امنيتي پوسته د طالبانو په حمله کې پنځه پوليس وژل شوي دي.

د فراه امنيه قوماندان توريالی عابداني وايي، دا حمله تېره شپه د فراه ولايت مرکز ته شپږ کېلومتره نږدې پر امنیتي پوستو شوې او په سیمه کې د افغان ځواکونو عمليات روان دي.

ده تائيد کړه چې په دغه پېښه کې پنځه پوليس او پنځه د دولت مخالفين وژل شوي دي.

د فراه د والي وياند ناصر مهري دغې پېښې او په دې ولایت کې وروستيو نورو پيښو ته د بيارغونې د پروژو له عملي کېدو سره تړاو ورکوي.

په دې وروستيو کې د طالبانو حرکات زيات شوي دي او د دوی د فعالیتونو د زیاتېدو اصلي دليل د بخش اباد د برق د پروژې نه عملي کېدل دي او همداراز د چابهار پروژه ده چې تر فراه تېرېږي او د ټاپي پروژه ده چې له لوړپوړي امنيتي ارګانونو څخه مو د زیاتو امنتي ځواکونو غوښتنه هم کړې ده:

"موږ غواړو موږ ته تشکيلات زيات کړي او بهرني ځواکونه هم له موږ سره مرسته وکړي."

طالبان ادعا کوي چې د تېرې شپې په حمله کې تر لسو زیات پوليس وژل شوي دي،

خو دولتي چارواکي دغه ادعاوې ردوي.