امریکا له خپل هېواده ۳۵ روسي ډیپلوماټان باسي

د امریکا متحده ایالات وایي، ۳۵ روسي ډیپلوماټان له خپل هېواده باسي او پر روسیې نوي اقتصادي بندیزونه لګوي.

سپيني ماڼۍ پرون د دې تر څنګ د روسېې پر وړاندې نورتنبیهي اقدامات هم علان کړه ځکه ادعا کېږي چې روسیې د امریکا د انتخاباتو پر مهال کمپیوټرونه هک کړي وې.

د سپینې ماڼۍ په یوې اعلامیې کې راغلي چې په مري لنډ او نیویارک کې دوو روسي ډیپلوماتیکو تاسیساتو ته هم چې ګمان کېږي د استخباراتي موادو په راټولولو کې ښکېل وو، د تړلو امر شوی دی.

پر دې سربېره پر څلورو لوړ پوړو چارواکو او هغو تاسیساتو باندې چې د روسیې له پوځي استخباراتو سره تړلي بلل شوي او پخپله د روسیې اصلي امنیتي ادارې اف اس بي «FSB» باندې نوي مالي او د سفر بندیزونه ولګول شوه.

ولسمشر اوباما په یوې اعلامیې کې دا هم ویلي چې دغه اقدامات د روسیې د لانجمنو فعالیتونو په بدل کې زموږ ټول ځوابونه نه دي، موږ به نور اقدامات هم په خپل انتخاب شوي وخت او ځای کې وکړو چې ځیني به یې اعلان هم نشي.