عراقي پوځ د موصل د نیولو دوهم پړاو عملیات پيل کړل

عراقي ځواکونو د اسلامي دولت ډلې څخه د موصل ښار د نیولو لپاره د عملیاتو دوهم پړاو پیل کړ.

د امریکا په مشرۍ ایتلاف په یوې اعلامیې کې ویلي چې دا عملیات پرون د موصل په ختیځ کې په دوو نویو جبهو کې پیل شول.

د موصل په ختیځ کې د عراق د ځانګړو ځواکونو قوماندان جنرال عبدالوهاب الساعدي اسوشیېټډ پرس خبري اژانس ته ویلي چې دا عملیات وروسته له هغه پیل شوه چې د ده ځواکونه د تجهیزاتو او ملاتړ په ترلاسه کولو سره لا پیاوړي شول.

له ۲۰۱۱ کال راهیسې چې امریکایي ځواکونه له عراقه ووتل، د موصل ښار بېرته نیول د عراق تر ټولو لوی پوځي عملیات دي.

دغه عملیات د عراق حکومتي ځواکونه، له سني قبایلي ځواکونو، د کرد پېشمرګه ځواکونو او شیعه ملېشه ډلو سره یوځای د امریکا په مشرۍ اییتلاف په هوایي ملاتړ پرمخ وړي.

دغه ښار په ۲۰۱۴ کال کې داعش وسله والو نیولی وو.

د عراق صدراعظم حیدر العبادی اټکل کړی چې د موصل ښار به په راتلونکو درېیو میاشتو کې بېرته ونیسي.