د هلمند ولایت په دوو بېلابېلو سیمو کې د ایښودل شویو ماینونو د چاودنې په نتیجه کې یو ماشوم وژل شوی او شپږ نور ملکي وګړي ټپیان شوي دي.
د هلمند د والي د مطبوعاتي دفتر څخه په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې یوه پېښه د ۶۰۱ نمبر شهرا اړوند سیمه کې او بله د مخطار کلا اړوندو سیمه کې شوې ده.
په اعلامیه کې ویل شوي چې ټپیان د لښکرګاه ښار ایمرجنسي روغتون ته انتقال شوي دي.
له همدې دفتر څخه په یوې بلې اعلامیې کې ویل شوي چې د هلمند په بېلابېلو سیمو کې د هوایي او ځمکنیو عملیاتو پر مهال ۳۶ وسله وال طالبان وژل شوي او ځیني وسلې او وسایط یې له منځه وړل شوي دي.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.