د لښکرګاه-کندهار لار په څلورمه ورځ هم بنده ده

د ۲۱۵ میوند قول اردو د مطبوعاتو مسؤل احمد شکیل تسل وايي، که څه هم یو پُل تېره ورځ ورغول شو خو تیره شپه وسله والو یو بل پُل هم په ماین الوزولی دی.

شکیل ازادي راډیو ته وویل، د لښکرګاه کندهار د لارې اړوند د شندک مانده پول جوړ شو خو وسله والو طالبانو د وزیرو دمانده په سیمه کې یو بل پل هم د ماین په واسطه له منځه وړی دی.

ویل کېږي تر اوسه لا د تازه نړول شوي پُل د جوړونې کار نه دی پیل شوی.

احمدشکیل تسل وویل، که څه هم افغان او بهرنیو ځواکونو د هوايي بریدونو په ترڅ کې یو شمېر هغه وسله والو په نښه کړل چې د پُلونو د جوړونې چارې تهدیدوي خو بیا هم خال خال ډزې روانې دي.

د هلمند د ټرانسپورټ د ریاست مرستیال حشمت الله علمي وايي، یو شمېر واړه موټر پر هغه خامه لار تګ راتګ کوي چې د طالبانو په لاس کې ده خو حکومت پلوه کسان او لوی موټر لا هم د لارې تر پرانیستلو پورې منتظر دي.

دغه لار چې د نهرسراج له ناامنه سمو څخه تېریږي څو میاشتې وړاندې هم یو ځل د یوې میاشتې لپاره بنده شوه چې تر ډېرو ستونزو او تلفاتو وروسته پرانیستل شوه.