الکوزی: ازبکستان افغانستان سره د ټرانزیت برخه کې ستونزې هواروي

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وایي چې د ازبکستان چارواکو موافقه وکړه چې له افغانستان سره به د ټرانزیت او سوداګرۍ برخه کې ستونزې هوارې کړي.

د دغې خونې مرستیال خانجان الکوزي نن ازادي راډيو ته وویل، ټاکل شوې چې د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګریزو ستونزو د هواري، ټرانزیت او پانګونې برخه کې د ځینو تړونونو د لاسلیک په هدف افغانستان ته راشي.

ښاغلی الکوزی وايي:

"پر دې موافقه وشوه چې موږ به سوداګریزې سخت‌ګیرۍ له‌منځه وړو او دغه تړونونه به لاسلیک کوو، دوه میاشتې وروسته به د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر کابل ته راشي او په دې اړه به یو ګډ کمېسیون جوړ شي."

افغان چارواکي وایي چې ازبکستان د حیرتان بندر له لارې د ریل پټلۍ له لارې نورو هېوادونو ته د افغان سوداګرو د مالونو د انتقال اجازه نه‌ورکوي.