عمان د ترورېزم پر ضد ائتلاف کې برخه اخلي

په فارس خلیج سیمه کې د ایران تر ټولو نېږدې ملګري هېواد عمان ویلي کېدای شي د سعودي په مشرۍ د ترورېزم پر ضد ائتلاف کې برخه واخلي.

عربي رسنیو رپوټ ورکړی چې د عمان دفاع وزیر پرون په یوه لیک کې خپل سعودي سیال شهزاده محمد بن سلمان ته دا خبره کړې ده.

ویل کېږي چې په راتلونکو اوونیو کې به د عربستان دفاع وزیر محمد بن سلمان آل سعود عمان ته سفر وکړي.

د عمان او عربستان اړیکې د دې لپاره تېر وخت خرابې وې چې دا هېواد د عربستان له سیال ایران سره نېږدې اړیکې لري.