کري: د فلسطین او اسرائیل د دولتونو جوړېدل ضروري دي

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري وایي، د فلسطین او اسرائیل تر منځ د سولې لپاره د دوو بېلو دولتونو جوړېدل ضروري دي.

جان کري په واشنګټن کې وویل:

"د دوو دولتونو رامنځته کېدل یوازنۍ حل لاره ده چې د اسرائیلیانو او فلسطینیانو تر منځ عادلانه سوله ټینګه کړي. دا یوازنۍ لاره ده چې د اسرائیل راتلونکې د یوه یهودي او ډموکرات دولت په توګه تضمینوي چې په سوله او امنیت کې له ګاونډیو سره ژوند وکړي او دا یوازنۍ لاره ده چې د فلسطینیانو راتلونکې، ازادي او د دوی کرامت تضمینوي. دا په سیمه کې د امریکا د ګټو هم مهمه وسیله ده."

جان کري دا خبره پرون په داسې وخت کې وکړه چې د ولسمشر اوباما د ادارې او د اسرائیل صدراعظم بنیامین نتنیاهو د حکومت تر منځ اړیکې ترینګلې شوې دي.

د دغو دواړو لورو اړیکي وروسته تر هغه ترینګلې شوې چې تېره اوونۍ د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې امریکا د اسرائیل د حکومت په مخالفت ممتنع رأیه وکاروله.

امنیت شورا د نتنیاهو د حکومت له لوري په ختیځ بیت‌المقدس او لوېدیځه غاړه کې د یهودانو د مېشت ځایونو جوړېدل وغندل.