د لښکرګاه-کندهار لویه لار د ترافیکو پر مخ پرانيستل شوه

د ملي اردو مسؤلین د لښکرګاه-کندهار د لویې لارې د پرانيستلو خبر ورکوي.

په هلمند کې د ۲۱۵ میوند قول اردو د عامه اړیکو مسؤل تورن احمد شکیل تسل ازادي راډیو ته وویل، د شندک دمانده اړوند لوی پُل‌يې تېره شپه ۷ بجې رغولی دی او نن تر غرمې مخکې به ترافیکو ته اجازه ورکړي چې کندهار او نورو ولایتونو ته تګ راتګ وکړي.

تسل وویل، د لارې په اوږدو کې يې عملیات هم کړي او د وسله‎والو هغه مرکزونه او قرارګاوې يې له‎منځه وړي چې د لارې د تهدید لپاره‌يې جوړې کړې وې.

د لښکرګاه-کندهار تر منځ لار د تېرو څلورو ورځو راهیسې د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه.

طالبانو د ۶۰۱ نمبر دغه سړک شپږ لوی او واړه پلچکونه په ماینونو الوزولي وو او هغه موټرونه‌يې هم د ډزو په واسطه تهدیدول چې د لښکرګاه څخه‌يې کندهار ته مسافرین انتقالول.

وسله‌والو طالبانو تر اوسه د لارې د بېرته خلاصولو او دوی ته د اوښتو تلفاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.