اتمر: ننګرهار کې ۸۰ سلنه داعشیان پاکستانیان دي

د افغانستان د ملي امنیت سلاکار وايي، اسناد ښکاره کوي چې اتیا په سلو کې د داعش ډلې غړي له پاکستانه افغانستان ته راځي.

محمد حنیف اتمر له ازادي راډیو سره په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، که په پاکستان کې داعش ته د امن خوندي ځایونه برابر شي، نو سیمه به له لوی ګواښ سره مخامخ کړي:

"په ننګرهار کې اتیا په سلو کې د داعش ډلې غړي پاکستاني دي، هر وخت چې موږ پر هغوی فشار راوړی، د ډېورنډ کرښې بلې غاړې ته ځي او د غلو په څیر بېرته را ګرځي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ په مسکو کې د افغانستان په اړه د چین، روسیې او پاکستان په درې اړخیزه غونډه کې په افغانستان کې د داعش په فعالیت اندېښنه څرګنده شوه.

خو د افغانستان دفاع وزیر وايي، داعش ډله په دغه هېواد کې سخته ځپل شوې ده.