د کابل ښار په ګډون لویو ښارونو کې هوا ډېره ککړه شوې

د افغانستان د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي، د کابل ښار په ګډون د هېواد په یو شمېر لویو ښارونو کې هوا ډېره ککړه شوې ده.

د دغې ادارې د پالېسیو او نړیوالو اړیکو مرستیال عبدالولي مدقق نن ازادي راډیو ته وویل، که څه هم په دې وروستیو کې د کابل ښار د هوا ککړتیا زیاته شوې، خو ټینګار کوي چې دا به لنډمهاله وي او بدلون به ومومي.

ښاغلي مدقق زیاتوي د کابل او لویو ښارونو د هوا د پاکوالي لپاره هڅې زیاتې شوې دي.

دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې کابل ښاریان له ککړې هوا او له همدې امله له پیدا شویو ناروغیو څخه شکایت کوي.