کلیمزی: روسیه او پاکستان د طالبانو ملاتړ ته مشروعیت ورکوي

د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، روسیه او پاکستان هڅه کوي د مسکو په څېر د غونډو په جوړېدو سره د طالبانو ملاتړ ته مشروعیت ورکړي.

د دغې جرګې دوهم مرستیال حسیب‌الله کلیمزي نن ازادي راډیو ته وویل، مسکو، اسلام‌اباد او پيکېنګ دا صلاحیت نه‌لري چې له تور لېسته د وسله‌والو طالبانو د مشرانو نومونه لیرې کړي.

د روسیې، چین او پاکستان لوړپوړو چارواکو پرون په مسکو کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې چې افغان چارواکي نه‌و وربلل شوي په دغه هېواد کې د داعش او نورو افراطي ډلو حضور پراخ او د اندېښنې وړ وباله.

خو له دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې داعش په افغانستان کې ډېر ځپل شوی دی.