دفاع وزارت د مسکو غونډې ځواب کې: داعش افغانستان کې ځپل شوی

د افغانستان دفاع وزارت په دغه هېواد کې د داعش د حضور په اړه د روسیې، چین او پاکستان د چارواکو د اندېښنو په ځواب کې وايي چې داعش ډله په افغانستان کې ځپل شوې ده.

د دفاع وزارت ویاند جنرال دولت وزیري پرون شپه په دې اړه ازادي راډیو ته وویل چې د داعش د حضور د پراختیا په اړه هر ډول خبرې ناسمې دي او دا ډله د افغان پوځیانو له لوري له سختې ماتې سره مخ شوې ده.

ښاغلی وزیري زیاتوي:

"افغان پوځ قطعاً اجازه نه‌ورکوي چې داعش په افغانستان کې مراکز او یا قوي حضور ولري او یا له دغه هېواده نورو هېوادونو ته ګواښ پېښ کړي."

د روسیې، چین او پاکستان لوړپوړو چارواکو پرون په مسکو کې د افغانستان په اړه په یوه غونډه کې چې افغان چارواکي نه‌و وربلل شوي په دغه هېواد کې د داعش او نورو افراطي ډلو حضور پراخ او د اندېښنې وړ وباله.

خو له دې مخکې په افغانستان کې د امریکايي او ناټو پوځیانو عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن ویلي چې داعش په افغانستان کې کلکې ضربې خوړلې دي.