د نيلوفر رحماني وکيله: افغان حکومت هغه خوندي نه کړه

په امریکا کې د پناه غوښتلو پر سر د پيلوټې نيلوفر رحماني پر وړاندې افغان حکومت سخت عکس العمل وښود.

د دوشنبې په ورځ افغان حکومت د لومړۍ افغان پيلوټې نيلوفر رحماني د پناه غوښتنې خبره د شرم وړ وبلله او یوه وياند ويلي و چې دې د خطر او تهدیدونو په اړه درواغ ويلي دي.

خو د پيلوټې نيلوفر رحماني مدافع وکيله کمبرلي موټلې پوښتنه کوي چې
ولې افغان حکومت د هغو درېيو کسانو پر وړاندې دومره غبرګون ونه ښود چې څو موده مخکې د روزنې له همدې پروګرامه تښتېدلي وو او په کاناډا کې يې پناه واخېسته لکه د افغانستان د هوايي ځواک د لومړۍ پيلوټې نيلوفر رحماني پر وړاندې چې يې وښود؟

ملالۍ بشير له کمبرلي موټلې سره د نيلوفر رحماني د قضيې، د هغې د راتلونکي او د افغانانو د احساساتو په اړه تفصيلي مرکه کړې ده چې په ګډه يې اورو:

Your browser doesn’t support HTML5

له کمبرلي موټلې سره مرکه