ستانکزی: د سیاسي مشرانو خپلمنځي لانجې د جګړې بل اړخ دی

د افغانستان د ملي امنیت عمومي رئیس وايي، په افغانستان کې د سیاسي مشرانو تر منځ خپلمنځي لانجې د جګړې یو بل اړخ دی چې باید فکر پرې وشي.

معصوم ستانکزي نن د مشرانو جرګې عمومي غونډې ته په خبرو کې ټینګار وکړ چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره اجماع او د مشرانو د لیدلورو یووالی حتمي خبره ده.

ښاغلی ستانکزی وايي:

"موږ او تاسې تل په دې بحث کوو چې چېرته مو عملیات وکړل او چېرته مو ونه‌کړل او یا هم ولې نتیجه نه‌ورکوي خو د جګړې په نورو اړخونو ولې فکر نه‌کوو که د هېواد د سیاسي مشرانو تر منځ لانجې موجود وي تاسو څه فکر کوئ چې موږ وړونکي یو که بایلونکي."

د ملي امنیت عمومي رئیس همداراز په هېواد کې روانې جګړې ته په اشارې سره وویل چې له وسله‌والو مخالفینو سره جګړه د حل لاره نه بلکې د سولې له لارې د روانې کشالې حل ممکن دی.