غني: والیان دې د نشه‎یي توکو ضد مبارزې عملي پلان پلی کړي

افغان ولسمشر اشرف غني په والیانو او نورو چارواکو ټینګار کړی چې د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې قانون او د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې عملي ملي پلان دې پلی کړي.

د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې عملي ملي پلان چې د نشه‎يي توکو پر ضد د مبارزې وزارت جوړ کړی، د بېلابېلو دولتي ادارو تر منځ د همکارۍ غوښتنه کوي او له مخې یې باید په هېواد کې د کوکنارو کښت حداقل په کال کې ۵ سلنه راکم شي.

له ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، ولسمشر غني د دوشنبې په ماښام د ۳۴ ولایتونو د والیانو د قول اردوګانو، د پولیسو د زونونو او امنیه قوماندانانو او د ولایتي ادارو له رئیسانو سره د وېډیو کنفرانس له لارې خبرې وکړې او د نشه‎يي موادو د کر او تولید پر ضد یې په مبارزه کې د دې ټولو ادارو تر منځ په نېږدې همکارۍ ټینګار وکړ.

ارګ د ولسمشر غني له خولې وايي، د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې قانون او د نشه‎یي توکو پر ضد د مبارزې عملي ملي پلان پر بنسټ د اړوندو ادارو اولي او دوهم واحدونه مکلف دي چې له ټولو سکتوري ارګانونو سره په همغږۍ د کوکنارو د کښت د مخنیوي جدي کوښښ وکړي.

ولسمشر والیان مکلف وبلل چې له ټولو اړوندو ادارو سره په همغږۍ یاد پلان تطبیق کړي.

د ارګ د خبرپاڼې له مخې ولسمشر په ځانګړي توګه د هلمند، بادغیس، کندهار، ننګرهار، ارزګان، بدخشان، فراه، نیمروز، غور، زابل، فاریاب، سرپل، بلخ، لغمان او کونړ ولایتونو والیان مکلف وبلل چې په خپلو سیمو کې دې د کوکنارو کښت راکم کړي.